افغانستانخبرونه

طالبانو لغمان کې لس تنه د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

‏لغمان کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو لس کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

د سرچینو په وینا دا کسان په مرکز مهترلام ښار او د قرغیو ولسوالۍ اړوند «تړاګړ» کلي کې د موسیقۍ غږولو پر مهال نیول شوي او طالبانو له ځان سره وړي دي.

 سرچینې زیاته کړې چې دا کسان د خوښیو مراسمو لپاره سره راټول شوي وو، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ونیول.

بل خوا لغمان کې د طالبانو امربالمعروف ریاست هم تایید کړې چې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې یې د خوښۍ مراسمو کې د موسیقۍ غږولو مخنیوی کړی او ځینې آلې یې هم ترلاسه کړې دي.

له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو اړوندو امربالمعروف ریاستونو سلګونه د موسیقۍ آلې راټولې او بیا یې سوځولې دي.

موسیقۍ د افغاني کلتور مهمه برخه ګڼل کېږي، خو طالبان هڅه کوي، چې د خپلو سختو تګلارو او ملي هویتونو سره د دښمنۍ له مخې دا برخه په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې د موسیقۍ په خپرولو او جوړولو مطلق بندیزونه لګول شوي او سلګونه افغان هنرمندان او سندرغاړي له هېواده بهر په نامعلوم برخلیک کې دي.