افغانستانخبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د جبري نکاح مخه نيولې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري شیرزادو ولسوالۍ کې د یوې یتیمې نجلۍ د جبري نکاح مخه نيولې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ويلي چې د دغه ولايت د طالبانو امربالمعروف ریاست په شیرزادو ولسوالۍ کې هغه یتیمه چې د مور په کفالت کې وه او تره زامنو يې د جبري نکاح نیت درلود له جبري نکاح وژغور شوه.

یادې نجلۍ دې واده سره موافقه نه درلوده، چې د امربالمعروف محتسبينو له لوري د خپل خوښې نکاح او انتخاب اختيار ورکړل شو.