افغانستانخبرونه

یوناما: ختیځ کې مو دفتر تړل شوی نه دی؛ نوي ځای ته لېږدول شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (يوناما) وايي چې په جلال اباد ښار کې د ختیځ زون دفتر د طالبانو له لوري تړل شوې نه دی بلکې نوي ځای ته لېږدول شوی دی.

څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو راپورونه ورکړي وو چې په جلال اباد ښار کې د يوناما د ختيځ زون دفتر د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

خو يوناما نن په يوه اعلامیه کې ويلي: ((په داسې حال کې چې زموږ د دفتر د اوسنۍ کرایې قرارداد موده پای ته رسیدلې، په جلال آباد ښار کې د یوناما د ختیځې سیمې ساحوي دفتر د جلال آباد ښار دننه یوه نوي ځای ته لیږدول کیږي. لکه څرنګه چې موږ د دفتر د انتقال په حال کې یو، د خپل ماموریت د سرته رسولو چارې په منظم ډول پرته له کوم خنډ څخه تر سره کوو، او زموږ د شته اړیکو ادرسونو له لارې اړیکه نیولای شی.))

په دې وروستیو کې د ځينو راپورنو له نشرولو وروسته پر يوناما باندې د طالبانو انتقادونه ډېر شوي دي.