افغانستانخبرونهلوبې

کوچنی فوټبالر محمد عثمان، د المپیک ادارې له بادغس څخه کابل ته راوغوښت

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال 

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست وايي چې د بادغیس ولايت د فوټبال کمکی با استعداده لوبغاړی محمد عثمان چې په کلیوالي کچه يې لوبې کولې، له بادغیس څخه کابل ته راوغوښتل شو.

نوموړی د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تخنیکي مرستیال حافظ صاحب احمدجان ځدراڼ له لوري له کابل هوایي ډګر څخه د بدني روزنې ریاست ته وړل شوی او هیله مندي ښکاره شوې چې د نوموړي د مسلکي روزنې زمینه برابره شي.

محمد عثمان وروسته له هغې ډېر شهرت پيدا کړ چې د فوټبال د نړیوالو لوبغاړو رونالډو او مسي په څېر يې د فوټبال د شارټونو ویډيوګانې خبرې شوې.