خبرونهنړۍ

په غزه کې د الجزیرې مشهور خبریال انس الشریف د اسرائیلي برید په ترڅ کې شهيد شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کال

په غزه کې د اسرائیلي پوځ د برید په پایله کې د الجزیرې تلویزیون مشهور خبریال انس الشریف د خپلو ملګرو سره یوځای شهيد شو. 

د عربي رسنیو په وینا، اسرائیلو د غزې ښار په یوه کمپ کې د خبریالانو پر خېمو بمباري وکړه چې په پایله کې یې د الجزیره ۲ خبریالان او ۳ انځور اخیستوونکي شهيدان شول. 

د شهيدانو په نومونو کې د الجزیره خبریال انس الشریف، محمد قریقه، انځور اخیستوونکي محمد ظاهر، محمد نوفل او مومن علیوا شامل دي. 

د الجزیره په وینا، ۲۸ کلن انس الشریف او د هغه ملګري هغه وخت شهيدان شول کله چې د روغتون د اصلي دروازې بهر د خبریالانو لپاره جوړه شوې یوه خېمه د اسرائیلي پوځ له خوا په نښه شوه. 

د غزې د رسمي رسنیو دفتر تایید کړې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې د پیل راهیسې د اسرائیلو د بریدونو له امله د شهيد شویو خبریالانو شمېر ۲۳۷ ته رسېدلی دی. 

اسرائیلي پوځ د برید په ترڅ کې د انس الشریف په نښه کولو پخلی وکړ او تور یې ولګاوه چې هغه د حماس د یوې ډلې مشري کوله او د اسرائیلي وګړو او پوځیانو پر ضد یې د راکټي بریدونو پلان جوړاوه. 

انس الشریف د غزې له شمالي برخې څخه پراخه راپورونه ورکړي وو او له همدې امله اسرائیلو په تېر وخت کې ورته د مرګ ګواښونه کړي وو.