
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کال
په غزه باندې د اسرائیلو لخوا د بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۲ میاشتو کې ۶۶۲ فلسطیني لوبغاړي او د سپورټ چارواکي وژل شوي دي.
د فلسطین فوټبال ټولنې ویلي چې په غزه او اشغال شوي لوېدیځه غاړه کې اسرائیلي پوځ ۲۲۸ د لوبو میدانونه، سټېډیمونه، جیمونه او کلبونه ویجاړ کړي دي.
په غزه کې د فلسطین فوټبال ټولنې مرکزي دفتر هم د اسرائیلي بمبارۍ له امله ویجاړ شوی دی.
درې ورځې وړاندې د اسرائیلو په برید کې د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی کپتان چې د مرستې تر لاسه کولو په موخه ولاړ و، د اسرائیلو د برید قرباني شو.