افغانستانخبرونه

طالبانو د یوناما وروستی راپور رد کړ

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو د یوناما راپور رد کړی او ویل يې دي چې د یوناما استازو یې را غوښتي او ورته یې په ټینګار ویلي چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې بيا کتنه وکړي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جبري راستنېدونکو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې د وروستي راپور څېړنه ترسره شوه.

هغه لیکلي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې له خوا راپور خپور شو چې ګواګي هغه افغان مهاجرین چې له ایران او پاکستان څخه هیواد ته را ایستل کیږي د اسلامي امارت له خوا له شکنجې، انتقاميچلند، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

‏ده لیکلي، په راپور کې د ذکر شویو پېښو د څېړنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ، د امربالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکایات وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي، د پېښو د کره‌والي په صورت کې له اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکره‌والي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي.

بلخي په خبره، د دې حکم په تعمیل یاد کمیسیون له بېلابېلو ناستو وروسته موندلي چې که څه هم په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول راايستل کېدونکو مهاجرينو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره مهاجرين اندېښنمن کړي.

‏د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، پورتنیو ستونزو ته په کتلو په مجموع کې راپور کي هڅه شوې چي په عامه اذهانو کې بې‌ځایه اندیښنې ایجادکړې چې ګوکي د هیواد اوسنی وضعیت د راتلونکو هیوادوالو لپاره مساعد نه دی.

‏هغه لیکلي، د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسئولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بيا کتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.