افغانستانخبرونه

خوست کې یو ځوان ځآن وژنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کال

د خوست ولایت په تریزیو ولسوالۍ کې یو ځوان ځآن وژنه کړې.

په دغه ولایت کې د کابل ټیلیګراف سرچینې وایي، یاده پېښه پرون رامنځته شوې ده او دغه ځوان شاوخوا ۱۹ کاله عمر درلوده.

سرچینې زیاته کړه، تر اوسه د هغه د ځآن وژنې لامل ندی روښانه شوی، خو په دې وروستیو څو ورځو کې په یاد ولایت کې دا د ځآن وژنې ۴مه پېښه ده.

د طالبانو لخوا په ځوانانو محدودیتونه، اقتصادي وضعیت خرابوالی، کورني مشکلات او ګڼ نور موضوعات په وروستیو کې د ځوانانو او نورو په منځ کې د ځآن وژنې لوی لاملونه دي.