خبرونهنړۍ

نتنیاهو: په غزه کې به ډېر ژر نوي عملیات پيل کړو

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نږدې راتلونکی په غزه کې د نویو عملیاتو د پيل خبر ورکړ او يادونه يې وکړه چې دا عملیات به په چټک ډول پای ته ورسېږي.

نتنیاهو د اسرائیلو په کابینه کې د غزې د نيولو په اړه د لانجمنې لایحې له تصویب وروسته اعلان وکړ چې د اسرائیلي اسیرانو/بندیانو د خلاصون او د حماس ډلې د ماتولو لپاره بېړني عملیات يوازینۍ لاره ده. هغه ټينګار کړی چې موخه يې د غزې بشپړه نیونه نه ده، بلکې د يو امنيتي کمربند رامنځته کول دي.

د تېرې یکشنبې شپه هم غزه د اسرائیلي ځواکونو د سختو بمباريو شاهده وه چې ۷ کسان يې په يو روغتون او ۷ نور په یو برګر پلورنځي کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون يو شمېر هېوادونو د غزې د بشپړې نیونې لپاره د نتنیاهو د عملیاتو پرېکړه غندل شوې او دا د نسل وژنې په معنی سره تعریف شوې ده.