
کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په قطر کې د طالبانو سفیر سهېل شاهين په يو غږيز پيغام کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان څوکۍ دې طالبانو ته وسپارل شي.
دغه غږيز پيغام چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزیون خپور کړی، شاهين زیاته کړې چې په دې برخه کې له دوی سره تبعيضي چلند شوی دی.
هغه ويلي: ((موږ پر افغانستان بشپړ واک لرو، امن مو راوستی او خلک عادي ژوند لري؛ نو په دې اساس باندې دا څوکۍ چې زموږ حق دی راکړل شي.))
د طالبانو حکومت اوسمهال په ۴۱ هېوادنو کې دفترونه او استازي لري او د روسیې لخوا په رسميت پېژندل شوی دی.