
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي چې امنيتي ځواکونو تورخم کې د هغو ۳۴ کنري ډوله مرغیو د قاچاق مخه نیولې چې له جواز پرته پاکستان ته چاقاق کېدې.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مرغان په ماهرانه ډول د انګورو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي وو.
سرچینه زیاتوي: «دغه الوتونکي د استخباراتو د چټک اقدام په نتیجه کې ونیول شول، له نیول کېدو وروسته دغه مرغان د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ته وسپارل شول.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو مرغانو د چاقاق په تور درې کسان نیول شوي او د قانوني څېړنو په موخه د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.