
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې خلکو پخپل شخصي ۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړې.
په یاد ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست وایي، دغه ودانۍ د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند عبدالله بابا ښوونځي ته جوړیږي، چې مخکینۍ ودانۍ یې د تدریسي خونو له کمښت سره مخ ده.
یاد ریاست وایي، دغه ودانۍ به به شپږ درسي خونې ولري چې په پاخه او اساسی ډول به جوړې شي چې ټول لګښت يې د سيمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴کال له پيل راهيسې د خلکو له لوري د پوهنې رياست سره ۴،۳ ميليونه افغانۍ مرسته شوې ده.