
کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
نسیم راډيو چې په بامیان او دایکنډي کې نشرات درلودل، د طالبانو له لوري یې د کارکوونکو له تړل کېدو وروسته خپل خپرونې بندې کړې.
دغې سیمه ییزې راډيو پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، تر دې وروسته یې د یو څه مودې لپاره خپل نشرات بند کړي دي.
نسیم راډیو د نشراتو د تړل کېدو لامل نه دی څرګند کړی خو ډاډ یې ورکړی چې د شرایطو له ښه کېدو سره به بېرته خپلې خپرونې پیل کړي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ د دغې راډیو یو شمیر کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شو او وروسته له هغې یې خپلې خپرونې بندې کړي دي.