
کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سیمه يیزې سرچینې وايي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په سخي موړ سيمه کې يو ماشوم چا په ډېرې بې رحمۍ وژلی، سترګې او پښتورګي يې ترې ويستلي او جسد يې په پټو کې غورځولی دی.
يو ځايي اوسېدونکي کابل ټیلیګراف ته وويل چې دغه ماشوم څو ورځې ورک و او پرون غرمه يې د لسمې ویالې اړوند سخي موړ سيمه کې د بهسودو ولسوالۍ د مقام ترڅنګ جسد په کروندو کې پيدا شوی دی.
هغه زیاته کړه، قاتلينو چې ګومان کېږي وسله وال غله دي له دغه ماشوم سترګې او پښتورګي/ګوردې هم ويستلي دي.
دی وايي، څو ورځې وړاندې هم همدغه سيمه کې یو بل ماشوم هم د وسله والو له لوري تښتول کېده خو ماشوم په منډه ترې ځان خلاص کړی دی.