خبرونهنړۍ

اروپايي ټولنې د اسرائیلو له خوا د ۵ خبریالانو وژل کېدل وغندل شول 

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کاجا کالس ویلي، د قانون درناوي لپاره دا اړینه ده چې خبریالان د نښه کولو پر مهال د روښانه شواهدو غوښتنه وشي.

هغې غوښتنه وکړه چې اسرائیل دې د غزې لپاره د مرستو نورو بار وړونکو موټرو ته د تلو اجازه ورکړي.

د یادونې وړده، چې اسرائیلو تېره یکشنبه د الشفاء روغتون بهر د خبریالانو پر خېمې برید کړی کړی.

په دغه برید کې د انس الشریف په ګډون د الجزیرې تلوییون ۵ خبریالان ووژل شول. 

دغه برید د بې پولو خبریالانو ټولنې لخوا هم غندل شوی دی.