خبرونهنړۍ

امریکا کې د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د ټیکساس ایالت په اسټن ښار کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ دا پېښه د ښار په شمالي برخه کې په یوه پارکینګ کې رامنځته شوه.

د ځايي رسنیو په وینا، د ډزو د غږ اورېدو وروسته پولیس راغوښتل شوي وو، خو د پولیسو له رسېدو مخکې درې واړه کسان وژل شوي وو.

ویل کېږي چې مشکوک کس یوه موټر غلا کړی او له سیمې تښتیدلی و، خو د موټر د ټکر وروسته یې بل موټر غلا کړ او د تېښتې هڅه یې کړې.

پولیسو د تعقیب وروسته مشکوک کس نیولی او د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.