افغانستانخبرونه

د پاکستان بې پیلوټه الوتکې په نورستان ولایت برید کړی

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

ایرانۍ رسنۍ تسنیم د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستان یوې بې پیلوټه الوتکې په نورستان ولایت کې برید کړی دی، خو د دې برید هدف او د اوښتو زیانونو کچه لا هم نه ده روښانه.

دغه رسنۍ لیکلي: په وروستیو میاشتو کې، د پاکستان په چترال سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله والو د امنیتي ځواکونو پر اډو او پوستو بریدونه کړي دي.

د یادې رسنۍ د اټکل له مخې؛ دا بې پیلوټه برید د پاکستان له خوا د نورستان په ولایت کې د دې ډلې پورې تړلو کسانو په نښه کولو لپاره د غبرګون په توګه ترسره شوی دی.

تر اوسه طالبانو یا خپله سیمه ییزو سرچینو په دې اړه څه ندي ویلي.