خبرونهنړۍ

اسرائیلو ۴۲ فلسطینیان نیولي

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، اسرائیلي ځواکونو تېره شپه په غزه کې ۴۲ فلسطینیان نیولي.

د اسرائیلو امنیت وزیر هم د یادو فلسطینیانو نیول منلي او ویلي، چې دغه کسان قاچاق کوونکي دي او په غیر قانوني ډول هلته میشت و.

په غزه کې رسمي سرچینو لاتراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو د بشپړې غزې د نیولو وړاندیز تصویب کړی او را پورونه وایي، چې د دوی ټانکونه او ځواکونه د غزې بېلا بېلو سیمو ته رسیدلي.