
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي، په ننګرهار ولایت کې به د ختیځ کمپلکس پاتې چارې په راتلوونکې ۱۲ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري.
دوی ویلي، دغه ولایت کې د زر بستریز روغتیايي کمپلیکس د جوړېدو چارې چې د تېرې ادارې پرمهال نیمګړې پاتې وې، د طالبانو د مشر هیبت الله اخوندزاده د حکم په اساس د ملي پراختیا شرکت له لوري بیرته پیل شوي.
په دې ستر روغتیایي کمپلکس ۵۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې د ختیځ زون ترڅنګ د نورو ولایاتو اوسېدونکو ته هم روغتیایي اسانتیاوې زیاتې شي.
دغه ستر روغتیایي کمپلکس د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې په ۲۶۰ جریبه ځمکه باندې جوړیږي، چې د پلان له مخې به یې چارې د راتلونکو ۱۲ میاشتو په موده کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره به چمتو شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو څو ځله د یاد کمپلکس د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی و، خو د دوی د واکمنۍ څلور کاله پوره کیږي، خو لا هم دغه پروژه نده بشپړه شوې.