افغانستانخبرونه

امرالله صالح: امریکا د جمهوریت تر سقوط وړاندې د امنيتي ځواکونو له ملاتړ لاس اخېستی و

کابل ټیلیګراف – ۲۳زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، وړاندې تر دې چې د امریکا له لوري حکومت طالبانو ته وسپارل شي؛ د افغان ځواکونو ملاتړ يې هم پای ته رسولی و.

دی وايي، ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال په دویمو شپږو میاشتو کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د مالي ملاتړ قرارداد تمدید شي ځکه دا به د هر کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه نوی کېده خو په ۲۰۲۱ کال کې دغه قرارداد تمدید نه شو.

امرالله صالح د جمهوریت د سقوط په تړاو په يوه لیکنه کې چې په افغانستان انتټرنېشنل کې خپله شوې دا څرګندونې کړې دي. دغه مقاله (د طالبانو د منفور او مطرود تسلط څلورم کال) تر عنوان لاندې خپره شوې ده.

هغه لیکلي امریکا ته د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني وروستي سفر کې چې دی رسمي دعوت نه و خو د ولسمشر په سپارښتنه یې سفر وکړ او هلته په سپنه ماڼۍ کې له اوږده انتظار وروسته په داسې حال کې چې غونډه پای ته رسېدونکې وه، ده ته د ورتګ زمینه برابره شوه، پخواني ولسمشر جوبایډن څخه يې ځينې پوښتنې وکړې چې هغه يې ځواب نه دی ورکړی.

دی وايي، کله چې د خبرو وخت ورکړل شو، له بایډن يې پوښتلي: ((که د دوحې تړون هدف سوله ده، ولې د جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو لپاره ستاسې ټول لوژستیکي او اکمالاتي سیستم د ۲۰۲۱کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د تمدید لپاره یې هېڅ هیله نشته؟ ځکه دا قراردادونه باید څو میاشتې مخکې تمدید شوي وای.))

وايي ولسمشر بايډن ورته په ځواب کې وويل چې دا معقولې پوښتنې دي، چې د دفاع وزیر او د استخباراتي ادارې (سي.اي.ای) مشر به یې ځواب ورکړي.