
کابل ټیلیګراف – ۲۳زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې پاکستان ته د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزیر سفر لغوه شو، ټاکل شوې چې په را روانه اوونۍ کې د چین او پاکستان د بهرنيو چارو وزیران کابل ته راشي او د امیرخان متقي په کوربتوب درې اړخیزه غونډه وکړي.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی کابل ته راځي او دلته به په درې اړخيزو مسایلو، د درې اړخیزو اړيکو په پراختیا او سیمه یيز وضعيت په تړاو ګډه ناسته وکړي.
په دغه ناسته کې ټاکل شوې په دې موضوع هم خبرې وشي چې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې باید دغه درېواړه هېوادونه اجازه ورنکړي چې په خاوره کې يې د پاکستاني طالبانو تحریک او د ختیځ ترکستان د ازادۍ تحریک وسله وال فعالیت وکړي او يا يې له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد ګټه پورته کړي.
د ناستې د کره نېټې په تړاو معلومات نه دي ورکړل شوي.