افغانستانخبرونه

یونیسکو: د طالبانو په واکمنۍ کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانې بې دندو شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۳زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د يونیسکو سازمان وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر ښځو د نورو بندیزونو سربېره، په ژورنالېزم برخه کې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګېدلي چې له امله یې ۸۰ سلنه ښځې بې دندو شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کولتوري برخې (یونیسکو) سازمان د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب ځانګې مشرې اندریا کایرولا چې په فراسه کې د يې د جلا وطنه افغان ښځو د يوې ځانګړې رسنۍ بېګم څخه لیدنه کوله، د افغان ښځينه ژورنالېستانو د وضعيت په تړاو يې دا معلومات شريک کړي دي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې وروسته هغه ښځينه خبريالانې چې د خپلو کورنيو د اقتصادی ملاتړ لپاره یې کار کولو، له دندو وشړل شوې او اوس له سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

همدا راز ټینګار شوی دی، چې په دغه وضعیت کې د عامه رسنیو له لارې د ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کېدو ارزښت څو برابره لوړ شوی دی. یونسکو ویلي، چې له پاریس څخه د خپرېدونکې بېګم راډیو د «تبسم خپرونې» څخه دوی مالي ملاتړ کوي او دا یو له هغو خپرونو ده، چې د سپوږمکۍ له لارې د افغانانو تر کورونو رسېږي.