افغانستانخبرونه

ټرمپ: که پوتین له اوکراین سره سوله ونه مني له سختو پایلو سره به مخ شي

کابل ټیلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، کچېرته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د سولې هوکړه ونه مني، نو له «سختو پایلو» سره به مخ شي.

ټرمپ د دې پایلو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي؛ مګر وړاندې یې ویلي و، چې پر روسیې به بندیزونه ولګوي.

ټاکل شوې، د امریکا او روسیې ولسمشران سبا جمعه د اوکراین د جګړه په هکله سره لیدنه وکړي.