خبرونهسیمهنړۍ

د پاکستان د ازادۍ جشن؛ کراچۍ کې هوايي ډزو کې ۳ کسان وژل شوي، ۷۰ ټپیان دي

کابل ټیلیګراف – ۲۳زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال کې چې نن په پاکستان کې د دغه هېواد د خپلواکۍ جشن نمانځل کېږي، تېره شپه د دغه هېواد په ستر ښار کراچۍ کې د خوښيو د هوايي ډزو له امله ۳ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، تېره شپه د کراچۍ ښار په ګډون ګڼو ښارونو کې د خوښۍ هوايي ډزې شوي، پټاکۍ الوځول شوي او خوشاليانې شوي چې د همدغو هوايي ډزو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي پوليسو په کراچۍ کې د هوايي ډزو په تور ۲۰ کسان نيولي او د نورو پلټنه هم روانه ده.