
د افغانستان د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی بازمحمد مبارز د لومړي ځل لپاره د مویتای په حرفهيي سیالیو کې له یوه بحریني ورزشکار سره لوبېږي.
د بازمحمد مبارز سیالي د روان کال د وږي میاشتې په درېیمه د ټایلند په پوکیت ښار کې ترسره کېږي او هغه به له ایرانيالاصله بحریني ورزشکار مصطفی سره لوبه وکړي.
دغه لوبه به په درېیو ۳ دقیقهيي پړاوونو کې ترسره شي.
په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د بازمحمد مبارز د سختو تمریناتو ویډیوګانې خپرې شوې چې د یادې سیالۍ لپاره د هغه چمتووالی ښيي.
د بازمحمد مبارز بحرینی سیال مصطفی چې د ایران اصلي اوسېدونکی دی او د مویتای له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
دا لومړی ځل دی چې بازمحمد مبارز په مویتای سیالیو کې ګډون کوي، هغه تر اوسه په ازادو سیالیو کې ۱۷ حرفوي لوبې کړې چې پایله یې ۱۱ بریاوې او شپږ ماتې دي.