
کابل ټیلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایټالیا په سوېلي ټاپو لامپیدوسا کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي.
الجزیرې ټلوېزیون تېره شپه په یوه راپور کې ویلي چې د ایټالیا سوېلي ټاپو لامپیدوسا ته نږدې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ښايي یو شمېر کسان ورک وي.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ویاند له قوله لیکلي شوي چې په دغو دواړو کښتیو کې شاوخوا ۹۵ کډوال سپاره وو.
د ایټالیا د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ژغورونکو پرون ۶۰ کسان ژغورلي چې ۵۶ نارینه او څلور ښځې پهکې شامل دي.
سرچینې ویلي چې یادې کښتۍ له لیبیا اروپا ته روانې وې چې یاده پېښه رامنځته شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله راهیسې اروپا ته د تلو پر مهال په مرکزي مدیترانه کې ۶۷۵ کسان مړه شوي دي.