خبرونهنړۍ

په سوډان کې د کولرا تر ټولو بدې وبا له امله ۴۰ کسان مړه شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بې سرحده ډاکټرانو (ایم ایس ایف) لخوا خپره شوې اعلامیه وايي چې د سوډان په دارفور سیمه کې د کولرا د وبا د خپریدو له امله په یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي دي. 

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا سیمه، چې تېرو دوو کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې ښکار ده، د کولرا له وبا څخه ډېره زیاته اغېزمنه شوې ده. 

د اعلامیې په وینا، د کورنۍ جګړې ترڅنګ د سوڍان خلک د کولرا تر ټولو بدې وبا سره هم مخ دي. 

په اعلامیه کې زیاته شوې چې یوازې په دارفور کې د تېرې اوونۍ په جریان کې د ایم ایس ایف ټیمونو له ۲۳۰۰ څخه زیاتو کسانو درملنه کړې، په داسې حال کې چې ۴۰ ناروغان مړه شوي دي. 

د ایم ایس ایف په وینا، د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۵ کال د اګست تر ۱۱مې پورې په سوډان کې د کولرا نږدې سل زره قضیې ثبت شوې، چې له دې جملې څخه ۲۴۷۰ ناروغان مړه شوي دي. 

د کولرا درملنه اسانه ده، خو که درملنه ونه شي، دا ناروغي وژونکې ثابتېدلی شي. 

ایم ایس ایف ویلي چې د کورنۍ جګړې له امله بې ځایه شوي کسان  پاکو اوبو ترلاسه کولو ته لاسرسی نه لري، چې له امله یې د کډوالو کیمپونو کې د کولرا وبا په چټکۍ سره خپریږي.