
کابل ټيلیګراف – ۲۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
نن د زمري یا اسد ۲۴مه طالبان له امریکا څخه د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي هغه ورځ چې نور افغانان ورته د تورې ورځې په توګه ګوري او د يو شل کلن سیاسي او دیموکراتیک نظام د ړنګېدو ورځ يې یادوي.
طالبانو او امریکا د دوحې په دروغجنو مذاکراتو وکولی شول چې تېر جمهوري نظام ورځ تر بلې کمزوری کړي، اردو له پښو وغورځوي او په حکومت کې د جګړې او مقاومت متره ورکه کړي او پايله کې يې طالبان په کابل ورداخل شي.
که څه هم د دوحې دروغجنو مذاکراتو کې داسې منل شوې وه چې نور ولايتونه به سقوط کوي، کابل، جلال اباد او خوست کې به جمهوري نظام قايم وي؛ خو پخواني جمهور رييس محمد اشرف غني دا څو لسیزو پخوا ته ورته يوه دسيسه وګڼله چې پايله کې يې ډاکټر نجیب الله شهید کړای شو، هغې ته په کتو يې ارګ، حکومت او وطن پرېښودل او له هېواده وتلو ته اړ شو.
نومړي تر سقوط وروسته په خپله لومړنۍ بیانيه کې وويل چې موخه يې د پاکستان د غلامانو په لاس بیا د افغانستان د يو سیاسي مشر د وژلو مخنيوی و.
اوس چې پوره څلور کلونه تېر شوي او هېوادوال له ګڼو ستونزو، بندیزونو او کړواونو سره مخ دي، نن طالبان خپله ازادي په داسې حال کې نمانځي چې له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد دوی لا په رسميت نه دي پېژندلي.