خبرونهنړۍ

غزه: د اسرائیلي بریدونو له امله ۱۶ فلسطینیان شهيدان شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه کې پر بې وسلې او مظلوم فلسطینیانو د اسرائیلي تېري لړۍ روانه ده، چې په ترڅ کې له نن سهار راهیسې یې شپاړس نور فلسطینیان په شهادت رسولي دي.

په شهيدانو کې ۵ هغه کسان هم شامل دي چې د مرستې تر لاسه کولو مرکزونو کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا په نښه شول.

سربېره پر دې، نن په غزه کې د خوراکي کمښت له امله ۴ تنه نور هم مړه شوي، چې په دې سره د لوږې له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳۹ تنو ته ورسید.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي تېري له امله تر اوسه ۶۱،۷۷۶ فلسطینیان شهيدان او ۱۵۴،۹۰۶ کسان ټپیان شوي.