خبرونهنړۍ

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن لور د خپل خاوند څخه د طلاق اخیستو پرېکړه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکایي رسنیو د را پورونو له مخې؛  ۴۴ کلنه ایشلي بایډن د خپل خاوند څخه د جلا کېدو لپاره محکمې ته مراجعه کړې.

ایشلي بایډن د ۱۳ کلن واده وروسته د پلاسټیک سرجن ډاکټر هوورډ کرین سره د جلا کېدو پرېکړه کړې. 

د رسنیو په وینا، ایشلي بایډن د روانې اوونۍ په پیل کې د فلاډیلفیا د کورني عدالت محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې، چې پکې د واده د ناکامۍ یادونه شوې.

د یادونې وړده، چې ایشلي بایډن او ډاکټر هوورډ کرین واده په ۲۰۱۲ کال کې شوی و.