
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وایي، په ټول هېواد کې ۱۷۰ زره کسان د کانونو د سکتور په برخه کې په کار بوخت دي.
دغه دفتر وایي، یاد کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.
دې ادارې نن (شنبې، ۲۵ اسد) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د ۲۹ لویو او ۱۷۵ واړو کانونو څخه د اکتشاف او استخراج کار روان دی.
د اعلامیې پر بنسټ، دا کانونه د سرپنتین، کرومایت، تالک، سرو زرو، چونې، نفرایت، مرمر، مالګې، سرب او جست، کلیست، رخام، تورمالین، سکرو، یاقوت، باریت، اوسپنې، مسو او نورو منرالونو په ګډون دي.