
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپختونخوا د سېلابونو د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د خیبرپختونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په اوښتو زیانونو او تلفاتو ژوره خواشیني ښایي.
دې وزارت په یوه اعلامیه کې د دې فاجعې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د مړو شویو لپاره یې د رحمت دعا او د ټپیانو لپاره یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې د سیلابونو، اورښتونو او ځمکې ښویدنې پېښو کې ۳۲۱ تنه مړه شوي.