خبرونهلوبېنړۍ

د پاکستان کرکټ بورډ د درې اړخیزه سریز لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزه شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره خپله لوبدله اعلان کړه، چې په کې پخوانی کپتانان بابر اعظم او رضوان دواړه له لوبډلې کینولي.

د پاکستان، افغانستان او د متحده عربي اماراتو درې اړخیزه د شل اوریزو لوبو لړۍ به د اګست ۲۹مې څخه تر سپټمبر ۷مې پورې په شارجه کې او آسیا جام به د سپټمبر ۹مې څخه تر ۲۸مې پورې په ابوظبي او دبي کې ترسره شي.

د یاد هېواد د سلېکشن کمیټې مشر عاقب جاوید او د لوبډلې مشر روزونکي مایک هیسن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: سلمان اغا به  د ۱۷ کسیزې لوبډلې د مشر په توګه پاتې شي، خو په لوبډله کې فخر زمان، شاهين شاه افريدي، حارث رؤف، صائم ايوب، خوشدل شاه، حسين طلعت ته ځای ورکړل شوی.

دغه راز د پاکستان په لوبډله کې محمد نواز، محمد وسيم جونیور، محمد حارث، ابرار احمد، فهيم اشرف، حسن علي، حسن نواز، صاحبزاده فرحان، سلمان مرزا او سفيان مقيم هم شامل کړای شوي دي.

په دغه لوبډله کې د پاکستان دوه پخواني کپتانان بابراعظم او محمد رضوان دواړه له سریز څخه کینول شوي دي.