
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د نایجیریا په شمال لویدیځ سکوټو ایالت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۴۰ تنه لادرکه دي.
د نایجیریا د بېړني حالت ملي ادارې ویلي، چې په دې کښتۍ کې ټول ۵۰ تنه سپاره وو، چې له ډلې یې ۱۰ تنه ژغورل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په نایجیریا کې هرکال د کښتیو د ډوبېدو د ورته پېښو له امله لسګونه کسان خپل ژوند بایلي.