
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
ځايي اوسېدونکي وايي، يو ځوان چې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې سیند کې د لامبلو پرمهال نادرکه شوی، د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې مربوطاتو کې يې جسد موندل شوی دی.
يو ځایي اوسېدونکی عابد خان وايي، يو کلیوال يې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهارباغ پل سیمه کې سیند کې د لامبلو پرمهال پر اوبو لاهو شوی و چې جسد یې نن د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند باګرامیو موړ سیمه کې موندل شوی دی.
په دې وروستيو کې په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې سیندونو کې د لامبلو پرمهال د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې ده.