افغانستانخبرونه

د طالبانو په رسمیت پېژندل د ایران د حاکمیت تصمیم دی

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي، د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه مطرح شوې وه، ټینګار وکړ چې دا موضوع د ایران د حاکمیت تصمیم دی.

 هغه زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره پراخې اړیکې لري او د ګډو اړیکو، اوږدې پولې او هغو ننګونو له امله چې د افغانستان له چارواکو سره باید حل او فصل شي، اړیکې لا هم دوام لري.

 بقائي یادونه وکړه: د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه به هر کله چې زموږ ملي ګټې وغواړي، اړین تصمیم ونیول شي.

ایران که څه هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو ټینګار کوي، چې په دغه هېواد کې دې ټوله شموله حکومت رامنځته شي.