افغانستانځانګړي برخهراپورونه

سپاه پاسدران، په افغانستان کې د برتانیوي جاسوسانو د نيولو هڅه کوي

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د برتانیا ډيلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب چارواکو افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو په همکارۍ هڅه کړې  چې په افغانستان کې پاتې برتانوي امنيتي جاسوسان ونيسي. د دغو جاسوسانو په تړاو معلومات چې په يو ډيټابیس که ځای پرځای شوي وو او فشاء شوی د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

داسې راپورنه ورکړل شوي چې طالبانو په دغه لېست کې شامل ځينې کسان وژلي دي.

تر اوسه لا کابل ته د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي (د ایران انقلاب ساتونګي ګارډ) د چارواکو د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه شوې،خو ډیلي میل ورځپاڼې نن په یو راپور کې وويل چې دغو چارواکو تېره اوونۍ افغانستان ته سفر کړی دی، تر څو طالبانو نه وغواړي چې دغه نوملړ له هغوی سره شریک کړي، هغه لیست چې د یوې جنجالي قانوني قضیې او په تیرو دوو کلونو کې په انګلستان کې د خپریدو د مخنیوي لپاره د محکمې د یو پټ حکم په مرکز کې و.

په دې لیست کې د ۱۰۰ څخه زیاتو بهرنیو استخباراتي افسرانو، برتانوي ځانګړو ځواکونو، لوړ پوړو پوځي قوماندانانو او حتی د پارلمان د غړو په اړه حساس معلومات شامل وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د برتانوي حکومتي چارواکي له خوا د یوې غلطۍ وروسته طالبانو ته افشا شول.

د ډیلي میل په وینا، په دې لیست کې، چې د “مرګ لیست” په نوم پیژندل کیږي، د ۲۵۰۰۰ افغانانو نومونه هم شامل دي چې د انګلستان د کډوالۍ پروګرام لپاره یې غوښتنلیک ورکړی و، چې موخه یې هغو کسانو ته پناه ورکول دي چې د طالبانو په وړاندې د جګړې په لومړۍ لیکه کې یې د برتانوي ځواکونو سره کار کړی و.

د روانې میاشتې په پیل کې، راپور ورکړل شو چې د ایران اسلامي جمهوریت د دې خورا حساس لیست ته د لاسرسي لپاره هڅې پیل کړې دي “ترڅو وکولی شي د MI6 جاسوسان وپلټي.”

ډیلي میل او ټیلیګراف ورځپاڼو راپور ورکړی چې د ایران حکومت ته له خبر ورکولو پرته افغانستان ته د سپاه پاسداران د څلورو لوړ پوړو چارواکو سفر ممکن د هغو کسانو لپاره پایلې ولري چې نومونه یې په لیست کې دي او لا تر اوسه یې له افغانستان یا د سیمې له هیوادونو څخه نه دي وتلي.

ډيلي میل د سرچینو په قول لیکلي، ایران ځکه د دغو جاسوسانو په پېژندلو او لېستونو تر لاسه کولو پسې راخېستې چې سپاه پاسداران اراده لري چې د لویدیځ سره د اټومي خبرو اترو کې د برتانوي جاسوسانو څخه د معاملې کولو کار توګه کار واخلي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ اټومي تړون چې په ۲۰۲۵ کال کې لاسلیک شوی د پای ته رسېدو ته نږدې شوی او برتانیا، فرانسې او جرمني ګواښ کړی چې دغه تړون به بیا تمدید ته پرېنږدي چې ورسره جوخت به پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه لا دوامداره شي.

په دغه راپور کې د يو ايراني چارواکي له قوله چې نوم يې نه دی څرګند شوی، لیکل شوي چې د سپاه پاسدران له لوري له طالبانو څخه د دغه لېست د ورکړې په بدل کې طالبانو له ایران څخه غوښتي چې دوی دې به رسميت وپېژني.

له تېرو څلورو کلونو راهېسې چې طالبانو بیاځلي د کابل واکمني خپله کړې يوازې روسیې يې حکومت په رسميت پېژندلی او د نړۍ هېڅ هېواد لا دغه برخه کې اسانتیا نه ده رامنځته کړې.

بلخوا ایران وروسته له هغې چې په افغانستان کې تېر جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د طالبانو له حکومت سره يې نږدې اړیکې درلودلې دي او هڅه یې کړې چې د سوداګرۍ او اقتصاد برخه کې همکاري پراخه کړي.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې طالبانو دغه سند د سپاه پاسداران انقلاب چارواکو سره شریک کړی او کنه؛ خو ډيلي میل ورځپاڼې لیکلي چې په دې وروستيو کې له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند د دې سبب شوی چې ځينو طالب چارواکو له دغې کړنې سره مخالفت څرګند کړی دی.

په ۲۰۲۳ کال کې په برتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه د معلوماتو افشا کېدو د برتانیا حکومت دې ته وهڅاوه چې د دې د خپرولو د مخنیوي لپاره د محکمې یو پټ حکم صادر کړي. خو دا حکم له ۲۳ میاشتو وروسته لغوه شو، چې په ډاګه شوه چې برتانیا حکومت په پټه د زرګونو افغانانو د ایستلو لپاره د ۷ ملیارد پونډو پلان سره موافقه کړې وه. د برتانیا حکومتي چارواکو یوه میاشت وړاندې د دې پلان جزئیات ورکړل او ویې ویل چې دوی د خپلو افغان همکارانو د ساتنې لپاره کار کوي.

ډیلي میل ورځپاڼې د برتانوي حکومت د یوه ویاند له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي: “دا یو ځل بیا ښیي چې د معلوماتو لومړنۍ افشا څومره جدي وه او ولې پخوانی حکومت باید د دې پیښې د څرنګوالي لپاره مسؤل وګڼل شي.”

د ټیلیګراف ورځپاڼې د اګست په لومړیو کې د طالبانو د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د دې ډلې استخباراتي اداره د افشا شوي لیست له ترلاسه کولو وروسته د افرادو د نیولو او سزا ورکولو په لټه کې وه، خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه بیان کې وویل چې د هیچا په وړاندې به غچ نه اخیستل کیږي. فطرت زیاته کړه چې استخباراتي اداره د ټولو هغو اشخاصو جزئیاتو او لیستونو ته لاسرسی لري چې د پخواني افغان حکومت په ادارو کې یې کار کاوه او اړتیا نلري چې د برتانوي حکومت لخوا افشا شوي لیست ته مراجعه وکړي.