افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د قرغزستان د پټرولو خرڅلاو وده کړې

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د قرغزستان د ملي احصایې کمیټه وايي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له دې هیواد څخه افغانستان ته د پټرولو صادرات ۲۳ سلنه زیات شوي دي.

افغانستان د خپلو تیلي محصولاتو ډیری برخه د روسیې، ایران، قرغزستان او ازبکستان په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو څخه واردوي.

دې کمیټې زیاته کړه چې په دې موده کې افغانستان ته ۵۷ میلیون لیټره پټرول صادر شوي دي.