
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو ویلي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۵ زره راستانه شوي کډوال په کار بوخت شوي دي.
د هرات د صنایعو او کانونو د خونې چارواکي وايي چې تر اوسه پورې شاوخوا پنځه زره راستانه شوي کډوال د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کار لپاره ګمارل شوي دي.
طالبانو ویلي دي چې سږ کال د ایران په ګډون له ګاونډیو هیوادونو څخه یو میلیون کډوال افغانستان ته را ستانه شوي دي.
د دې خونې مشر ناصر امین وايي چې د استخدام پروسه لا هم روانه ده او تمه کیږي چې په لومړي پړاو کې به شاوخوا لس زره کسان په فابریکو او تولیدي شرکتونو کې په کار وګمارل شي.
د هرات د صنعت او کانونو د خونې مشر ویلي دي چې د راستنیدونکو مهاجرینو د ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره نور پلانونه هم په پام کې نیول شوي دي او په راتلونکي کې به نوي کاري فرصتونه رامینځته شي.