خبرونهنړۍ

په پاکستان کې د سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴ سوه تنو ته ورسید

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، د خیبر پښتونخوا صوبې په بونیر کې د سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر له ۴۰۰ څخه  زیات شوی دی.

دغه راز سیمې ته د مرستې په موخه د پاکستان پوځ لیږل شوی دی.

د بونیر د مرستیال کمشنر کاشف قیوم په وینا، سیلاب تر اوسه پورې ۶۷۱ کسان ټپیان کړي او ۴۰۵۴ څاروي یې وژلي دي.

د راپورونو له مخې له ۲۳۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي او ۴۱۳ کورونه زیانمن شوي دي.

همدارنګه، ۲ پولیس سټیشنونه، ۱۲۷ دوکانونه او ۶۳۹ موټرونه ویجاړ شوي او ۸۲۴ دوکانونه زیانمن شوي دي.