افغانستانخبرونه

د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي

کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

ځینې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد، بېجینګ او افغان طالبانو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي.

د پاکستاني رسنیو په حواله، دغه غونډه به د امنیتي او اقتصادي موضوعاتو پر محور متمرکزه وي.

په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ګډون ولري.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه به یوه ورځنۍ وي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې غونډې له مهمو موضوعاتو بلل شوي دي.

دغه راز ټاکل شوې چې په دې غونډه کې هغه هوکړې هم و ارزول شي چې تر دې وړاندې د چین، پاکستان او افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په بیجینګ کې شوې وې.

پاکستاني رسنیو دغه راز ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له دې غونډې وروسته، د چهارشنبې پر ماښام اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

تر اوسه د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.