افغانستانخبرونه

امیر خان متقي د چین د بهرنيو چارو وزیر سره ولیدل

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي‌ سره چې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزې ناستې ته راغلی، د ناستې تر پيل وړاندې وکتل.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د متقي او وانګ يي په دې ناسته کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ په گڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.

د سرچینې په وينا، متقي د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مخ پر وده وبللې او چين يې د افغانستان ښه سوداگريز شريک وباله چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.

د چین د بهرنيو چارو وزیر وانگ يي په دغه ناسته کې ويلي چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې کار کوي ترڅو چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي.

هغه زياته کړه، چې هېواد يې لېواله دی چې د کمربند او لارې ستره پروژه کې افغانستان رسما ورگډ شي.