افغانستانخبرونه

د هرات ترافيکي پېښه؛ د مړو شمېر ۷۹ ته پورته شو، کرزي په پېښه خواشیني څرګنده کړې

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې په هرات ولايت کې د ترافيکې پېښې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۹ ته پورته شوی دی. هغه ويلي چې په مړو شويو کسانو د ۱۹ یې ماشومان دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتین قانع رسنیو ته ويلي چې تېره شپه شاوخوا ۹نیمې بجې د هرات ولايت ګذره ولسوالۍ کې د هرات – کابل پر لویه لاره يو ۴۰۴ موټر ټکر کړی او اور يې اخېستی دی

دی وايي، په دغه پېښه کې سپاره ټول کسان مړه شوي چې د وروستيو شمېرو له مخې ۷۹ کسان دي او په کې ۱۹ ماشومان دي.

بلخوا د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي په دغه پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((‏په هرات کې د ترافیکي پیښې له امله زموږ د یو شمیر هیوادوالو د شهادت خبر ډیر خواشینی کړم. د خپلې خواخوږۍ او ډاډگیرنې مراتب د دې غمجنوونکې پیښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره سملاسې روغتیا غواړم.((