افغانستانخبرونه

ایران شپږ نور افغانان اعدام کړل

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د (حال وش) په نوم د ایران د بشري سرغړونو يو راپور ورکوونکی سازمان وايي چې ایران تازه ۶ نور افغان وګړي اعدام کړي دي.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دا کسان روان اوونۍ د قرنطینه په زندان کې چې په بندر عباس کې دی، په دار ځړولي دي.

د دغو کسانو د جرمونو په تړاو ويل شوي چې یاد کسان د نشه يي توکو د قاچاق، جنسي زورونې او سیاسي جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

په يادو کسانو کې ۳۰ کلنه الله نظر، ۵۰ کلن عباالروف، پنځوس کلن عبدالرحمن چې د فراه او نیمروز ولايتونو اوسېدونکي دي او درې نور کسان چې هويت يې لا معلوما شوی نه دی او نن سهار په دار ځړول شوي دي.

ایران په دې وروستیو کې د افغانانو د اعدام لړۍ چټکه کړې او پر دې سربېره یې د افغان کډوالو د جبري ویستنۍ پروسه هم پيل کړې ده.