
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا حکومت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د نيولو د لوړ ګواښ له امله د افغانستان په ګډون اتو هېوادونو ته دې له سفر څخه ډډه وکړي.
په دغو هېوادونو کې افغانستان، برما، اریتریا، ایران، نیکاراګوا، شمالي کوريا، روسیه او وینزویلا هېوادونه شامل دي.
د امریکا حکومت خپلو وګړو ته په يو پيغام کې ويلي: ((د خطرونو څخه خبر اوسئ او د سفر پرمهال باخبره پریکړې وکړئ. موږ په خپلو سفري مشورو کې د “D” خطر شاخص کاروو ترڅو هغه هیوادونه روښانه کړو چې موږ یې د متحده ایالاتو د وګړو د غلط او خپل سري توقیف یا نیونې د لوړ خطر له امله، د سفر نه کولو سپارښتنه کوو.))
تر دې وړاندې هم امریکا ځينو هېوادونو ته خپل وګړي له تګ منع کړي او يا يې هم ورته د سفر پرمهال د پاملرنې سپارښتنه کړې ده.