
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات ولایت د زراعتي او مالداري محصولاتو او تولیداتو نهم نندارتون د کروندګرو د ملاتړ او محلي محصولاتو د بازارموندنې په موخه پیل شو.
د هرات ولایت د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست مسؤلین وايي، سږ کال به په دې ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه انګور، ۱۰ زره ټنه انځر او ۱۷۰ ټنه شات تولید شي.
د هرات د زراعت ریاست د زراعتي چارو د پراختیا مدیر بشیر احمد احمدي وايي، دا نندارتون هر کال د محصولاتو د معرفي کولو او د کروندګرو لپاره د پلور بازار رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
له بلې خوا، د هرات د زراعتي او مالداري محصولاتو د خونې رئیس بشیر احمد بهادري د داسې پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي.
له دې سربېره، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین د دې نندارتون په اړه وايیو سږ کال ۴۴۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله اووه برابره زیاتوالی ښيي.
د یادونې وړ ده چې د انګورو، انځر او شاتو نهم نندارتون د زراعت، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له خوا د روشن شرکت په همکارۍ ترسره شوی، چې پکې زراعتي تولیدات د درېو ورځو لپاره د هرات د زراعت او مالدارۍ ریاست په انګړ کې په ۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.