
کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
کاپیسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله څلور تنه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه، نن غرمه د تګاب ولسوالۍ د قلعه ولي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې په دغه پېښه کې څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه ټپي شوې ده.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د دغې پېښې په اړه یې دوه کسان نیولي او څېړنې ترې روانې دي.