افغانستانخبرونه

قطر کې د طالبانو سفیر د نیدرلنډ له سفيرې سره ولیدل

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال 

په قطر کې د طالبانو سفارت وايي چې سفير ممحمد سهیل شاهين په دغه هېواد کې د نیدرلنډ هېواد له سفيرې لایتیسیا وان اش سره ولیدل.

په دې کتنه کې د بشري مرستو سربېره؛ د پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو په وضعیت، د هغوی په اړتیاوو او د اسلامي امارت د خدماتو په وړاندې کولو بحث وشو.

همداراز په دغه ناسته کې، د افغانستان پر امنیت، سیاحتي چاپېریال، اقلیمي بدلون او اغېزو يې هم خبرې وشوې.

دواړو لورو د ورته ناستو پر دوام ټینگار وکړ او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو او باور جوړونې لپاره مهمې وبللې.