
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د امریکا مالیې وزارت اعلان وکړ چې پر ایران يې نوي بندیزونه لګولي چې په کې په هانګ کانګ کې د دغه هېواد اړوند ۱۳ سوداګریز شرکتونه او په جزایر کې ۸ بېړۍ تر بندیزونو لاندې راغلې دي.
دغو بندیزونو کې د انتونیوس مارګارېتیس په نوم د يو یوناني سوداګر ځينې شرکتونه او کښتۍ هم شامل دي چې د ایران د نفتو صادراتو کې یې همکاري کوله.
امریکا پر ایران د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب او د اټومي وسلو د جوړولو په تور لګولي دي.