
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د سعودي عربستان حکومت د عمرې ادا کولو په موخه د بهرنیو اتباعو لپاره د ویزې په برخه کې نور سهولت هم رامنځته کړ.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي د حج او عمرې وزارت د بهرنیو عمرې غوښتونکو لپاره د “نسک عمره” خدمات پیل کړي دي.
د دې آنلاین خدمت له لارې د عمرې زائرین کولی شي پرته له کوم ایجنټ یا منځګړي مستقیم ویزې لپاره غوښتنه وکړي.
د راپورونو په وینا، د نسک عمرې ډیجیټل پلیټ فارم له لارې زائرین کولی شي استوګنځای، ټرانسپورټ او سفرونه هم آنلاین بک کړي.
د حج او عمرې وزارت په وینا، دا خدمتونه د https://umrah.nusuk.sa/ له لارې ترلاسه کیدای شي.
زائرین کولی شي د خپلې خوښې او اسانتیا له مخې یوځای یا جلا جلا پیکجونه ترلاسه کړي.
د نسک عمرې پلیټ فارم موخه د خدمت کیفیت ښه کول او د زائرینو تجربه غوره کول دي.